IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/36

 د خطي نسخو په تاریخ کې یو سفر

8:22 - November 27, 2023
د خبر لمبر: 3488333
ایکنا-(تهران) له هماغه پیله د قرآڼ  د متن نه بدلیدا چې اسلام پر ګران پیغمبر(ص) نازل شوی دی، تر اوسه پورې، د ټولو مسلماناننو  او ډيرو څيړاندو لپاره تائيد شوې ده . په عین حال کې ،قرآن پيژاندو د قرآن د  لومړنیو خطي نسخو دتاریخ دارزونې په لور  خپلې څيړنې  اودې کړي دي .

فرانسوا دِروش یو فرانسوی مهشور څيړاند دی چېد ؛اموي پړاؤ قرآنونه؛ د ترټولو پخوانیو مصحفونو په باب یوه سریزه؛په عنوان سره  ئې پخپل کتاب کې د قرآڼ خطي نسخو په باب ارزونې کړي دي.

دروش پخپلو څيړنو کې  ددغونسخو خطاط او سیمې ته په پام سره ددوي د لیکنې په رودو غور کړی دی.فرانسوي څيړاند  همداراز له لومړنیو نسخو، د ډول ډول جوهر ،کاغذ او په نسخو کې  کارول شوو مختلفو موادو  څخه، په مختلفو کلونو کې د لیکنې د مهارتونو او پرمختګ  مرحلې وړاندې کړی دی . همداراز له دې لارې  د هغه څه  چې دقرآن کریم په متن ک راغلي دي،  داعتبار په اثبات کې ئې د خطي نسخو په رول  ټينګار کړی دی.

ددغه کتاب لیکوال د صفحې، خط کشۍ  او د هغو د ډيزاین ،د ټکو، انداز ،غټوالي  له نظره په مختلفو بڼو کې  ارزونې کړي دي او همداراز  دصفحې هغه ډول چې ورباندې متن لیکل کیږي، لکه څرمن او وستکی   او داسې نورو شیانو سره ئې پرتله کړی دي .

 

د کتاب لومړنۍ برخه د اموي دپړاؤ په یوې لمړنۍ نسخې تمرکز لري، چې زیاتره ئې په پاریس او سن پيټرزبرګ کې ساتل کیږی.

لیکوال  په دوهم سپرکي کې ،په خطي نسخو کې  درې موردونو باندې په ډير دقت سره ارزونه او څيړنه کړې ده. یوه په استانبول کې ،یوه په لندن کې او بله هم په سنپيټرزبرګ کې ساتل کیږی.  لیکوال همداراز په هغو خطي نسخو هم  ارزونه  کوي ،چې دیمن په صنعاء او په قیروان او تیونس کې  ساتل کیږي.ځکه ددغو نسخو کلي ظاهر ، په تیره بیا د هغو خطي سټایل د قرآن  ترټولوپخوانیو نسخو ته ورګرځي.

 همداراز په زیات احتمال سره ددغو لیکنو مخینه له 295 میلادي کال څخه مخکې ته (په دمشق کې  د اموي پنځم خلیفه  عبدالملک بن مروان په وخت کې چې ۶۴۶میلادي کال کې زیږیدلی  او په ۷۰۵کالکې مړشوی ؤ )اړونده کیږي.

په دریم سپرکې کې ؛ د قرآن د شکل بدلیدا ؛ ته مخه شوې ده .په دغې برخې کې په خاصه توګه  په عمودي آرایش سره دوې سترې اولوئې نسخې ارزول شوي دی چې د قرآن  کریم په خطي نسخو کې د پرمختګ ښودنه کوي.

دروش ،دغه دوې خطي نسخې ؛ ددمشق اموي خطي نسخې ؛بللي دی چې یوه په استانبول کې او دوهمه د ؛ د قسطاط اموي خطي نسخې ؛په نامې سره (پخوانۍ قاهرې)سن پيټرزبرګ  او پآرس کې ساتل کیږی .  هردواړه مورده نسخې ډیره ښکلا لري.

په ترټولو وروستي سپرکي کې چې د ؛امپراتورۍ نسخې؛ په موضوع ،(شاید مقصد ئې عثماني مصحفونه وي)باندې بحث کوي،لیکوال په دې اند دی چې دوې لوئې نسخې موجودې دي چې په متخصصانو کې مشهورې شوي دي ، خو یوه لویه خطي نسخه ده چې د جرمني په دولن کې ساتل کیږي؛  دوهمه تر یوه حده کم حجم لري ، خو لازیاته پيژندل شوې وي ، چې دروش  هغه ؛ په صنعا کې  داموي خطي نسخه ؛ یادوي ځکه چې دیمن په پلازمینې صنعاء کې ساتل کیږي.

دروش ددغو دوو نسخو په باب وائي ،د صنعاء هردواړه نسخې او ددوبلن خطي نسخه د اتمې قمری پيړۍ په لومړیو لسیزو کې  دامویانو په پړاؤ کې برابرې شوي دي . په دغې مرحلې کې داموي خ طیي نسخې  له برابریدا څخه  د قرآن کتاب ظاهري  ښکلا سره ګروهنه لازیاته وه.  مصحف ستره اندازه لري  او دغو متنونونه په ښکلا سره لیکل شوي دي.

captcha